آیا زور زیاتۍ په افغانستان کې پای لري ؟؟؟
لیکونکۍ : پوهندوی دکتور طاوس وردک لیکونکۍ : پوهندوی دکتور طاوس وردک

"ویده راویښول

 

 

داسې څوک په افغانستان کې شته چې د زور زیاتي ، تروریستانو ، غلو او رشوتخوارونه په امن کې وي ، زه چې خلکو ته ګورم په باغو – په بانډو ، په کورو تر تړلو دروازو دننه ، په سفر کې ، په موټرو کې ، په دوکانو ، په تجارت ، په فابریکو ، په جوماتو ، په مکتبو او لیسو او پوهنتونو ، په وادو او جنازو ، په خیراو خیرات ، خلاصه داسې ځای نشته چې زموږ وطنداران هیواد وال تر تهدید او ترور لاندې نه وی او نه دی ، همیشه هره ورځ هره شیبه او هره ثانیه دوی ته دمرګ ګواشونه د افغانستان درنګ ، رنګ دشمنانو له خوانه کیژی ،او زموږ دشمنان هم داخلی افغان مجاهدین ، طالبان او زموږ همسایه ګان ( پاکستان – ایران – عربیي هیوادونه ) او هم اشغالګر راوستل شوي غربي هیوادونه دی او ددوی له خوانه زموږ وطنداران همیشه د رنګ رنګ ګواښو سره مخامخ دی .

ښه توجه وکړۍ دنجونو – هلکانو بې ستره کول په کلیو او باندو کې د توپک سالارانو قوماندانانو دغه دجهاد او اسلام تیکه دارانو له خوانه هره ورځ شاهدان یو ، څوک په مکتب کې په زور دزناکاری او لواتت سره مواجه کیژي ، څوک تښتول کیژي او هلته څو نفری زنا او لواتت ورسره کیژي ، دچا لاسونه غوڅیژي ، دچا پزه او غوږونه غوڅیژي ، څوک په مرمیو غلبیل غلبیل کیژي او ډچا نه سر غوڅیژی اونور زیات ېې د اشغالګرو دبمباریو لاندې تر خاورو لاندې کیژی دغه کشمار او دغه درانده او نه بښونکۍ اعمال به په افغانستان کې پای لري که نه که پای لري ایا ددغو حکومت په دوران تاسې څومره خوشبین یاست ؟؟

دبلې خوانه زموږ ځوانې نجونې او ځوان هلکان د مطبوعاتی او میدیایی ترور او ناخوالو او بې سترۍ سره مواجه دی په رادیو ګانو او تلویزیونو او همدارنګه فیس بوک او انتر نیت کې لازیاته ورته لمن وهل کیژي ، ماته څوک ویلای شي چې ایا بهترین لاره او بهترین انتخاب د دغو او ډیرو نورو فشارو او تهدیداتو دمخ نیوي له پاره څه ده ؟؟؟

وحشت ناک فلمونه ، سکس ویدیوګانې ، ترور او وژل ، وهل او دسته جمعی سکس فلمونه ، دنجونو او هلکانو لوڅ او نیمه لوڅ رقسونه ، مختلف وحشت ناک ګیمونه او انترنیت سکس ایا دغه بهترینه لاره ودیموکراسۍ ته ده ایا غرب دتاسې په دی خاطر خوښیژي ؟ ایا نور په ژوند کې د ژوندي پاتیکیدو لارې او چارې نه وینۍ ، ایا افغانستان دومره تفریحی ځایونه نه لري چې هلته لاړ شۍ او میلې وکړۍ ،ښه خواړه او کبابونه وکړۍ او د وطن د مشهورو او مزه دارو میوو او اوبو نه سالمه استفاده وکړۍ ، دتاسې به کومه لاره او کوم طرز د ژوند ډیر خوښیژي ؟؟

ژوند هره ورځ دخلکو ستونۍ خفه کوی ځنې دلوږې نه ، ځنې د مریضۍ نه ، ځنې د بیکارۍ نه ، ځنې دغلو او زورمندانو نه ، ځنې د حکومتي چارواکو نه ، ځنې د خرابو او ظالمو همسایه ګانو نه ، ځنې د مجبوریته ، او ځنې نور شوقی داسې کارو ته لاس اچوي چې ژر تر ژره د خفګان او ترور او وحشت نه په امان کې پاتې شي ، دهقان مځکه نه شي خړوبولای ، باغوان خپل حاصلات نه شي را ټولولای ،موتروان سوارۍ او کالي دیوه ځایه بل ځای ته نشي لیږدولای ، قحطي او قیمتي نور مشکلات او چالشونه دي ، دپاکستان له خوانه بمبارۍ او لارې بندیدل ،د ایران او عربانو له خوانه طالبان او تروریستان تحریکیدل او زموږ خلک ورباندې وژل ، ملان په جوماتو کې په ارامی سره لمونځ نه شي ورکولای ، نجونی په مکتبوکې زهر پاشي او مسمومیژی دمعلمینو سره په اجباري ډول سکس کیژی ایا داسې څوک شته چې دغو ناخوالو او دغو تهدیداتو او یکه تازۍ ته دتل د پاره د پای ټکۍ کیږدي ؟؟؟؟

موږ څنګه کولای شو د پورتنیو زورزیاتیو او مشکلاتو نه ځانونه او وطنداران په امان کې وساتو ؟؟

بې پروايي د زورزیاتی او ظلم په وړاندې :

دغه مضمون ما ددې په خاطر نشر ته سپارلۍ چې ولې زموږ خلک په کورو ، کلیو ، شهرونو ، ولسوالیو ، ولایتو او پایتخت کې د شونځي دهلک نه بیا تر ( ماستر او دکتورانتانو او فروفیسورانو ) مدیا ګانی ، ژورنالستان ، لیکونکي ، او سیاست مدارن او احزاب ، جمعا د زور زیاتی او ورځنیو مختلفو تهدیدینو او مشکلاتو سره دحل او هغو ته د پای ټکۍ ایښودو په خاطر تل خاموش اوپه خولو مهر ایښۍ دی او ولې دیوه داسې سیاسي نظام له پاره( مارشونه – مټنګونه – مظاهرې – اعتصابونه ) حتي دیوه نارنج انقلاب دشروع له پاره لاره نه اواروي او داسي یو حکومت نه را منځ ته کوي چې هلته نور داسلامی توندمجازه او مرتجع کسانو او ډلو ټپلو مخه ونیول شي او داسې د ورور ولۍ او تفاهم یو ملي پراخ بنسټه حکومت دجوړیدو لاره پرانیزي چې هلته هر با استعداده او متخصص او پاک وطن دوسته افغان له پاره په هر ایزم او ایدیالوژۍ چې سمبال وي زمینه برابره شي چې زموږ افغانستان د نورې وینې توییدو او بې اتفاقیو څخه وژغوري او دغو وحشت ناک او تروریستي نظام ته چې زموږ اینده دلوی چالش سره مخامخ کوي دتل له پاره د پای ټکۍ کیږدي ؟؟

زما دغه مضمون کوم تحریکاتی او تبلیغي موضوع نه سپړي بلکه یو اکادمیک درس دی د افغانستان د ځوان نسل له پاره چې په مکتبو او لیسو او پوهنتونو کې ورنه په دقیق ډول دریسرچ له پاره استفاده وکړي او ددوی له پاره دیوه نوي پړاو نورو تطبعاتو زمینه برابروی ،.

دمثال په ډول که یو ګیم درته په ویدیو کې شودل کیژی چې هلته یو سړۍ خپله ښځه د خپلو ماشومانو په وړاندې په کوتکو او لغو وهی او هغه ښځه ژاړي او ماشومان ېې هم ورسره جوړه ژاړي او یا دکوره په تیښته وزي ، دغه حالت نور خلک هم په فلمو او سینما ګانو کې ویني او ځوانان ورنه خوند اخلي ،لکه همدا نن چې په کلیو کې دخلکو وژل ، تهدیدول ، وژل ، تیربارانول ، په دورو وهل ، او د تروریست وژونکو مجاهدینو او طالبانو دصفوفو سره یو ځای کیدل او دخلکو ازار او اذیت دوی ته خوند ورکوي او حتي په موبایلو کې ددغو تروریستانو ترانی او تکبیر ناری او اوازونه ثبت کړي دی او هره ورځ ېې اوری او یو بل ته ېې ورښېې او خوند ورنه اخلی چې دغه په یو خراب او غیر انسانی کلتور بدل شوۍ دی او په ډیر تاسف سره چې زموږ ځوان هلکان او نجونې په کورو کې وحشت ناک او دتیري او زور ډول ډول فلمونه ویني خو یوه ورځ ورته سوال پیدا نه شو چې ولي زموږ په خلکو زموږ دوطن دشمنان لوبې کوې علت ېې دادی چې ( مکتبونه – لیسی – پوهنتونونه ) که دولتی دی یا شخصی ډیر زیات ېې د سوېې او تحصیل په قصه کې نه دي او تاسې ېې ورځنۍ سویه ویني هیله ده چې سر له ننه را ویښ شۍ او زور زیاتی له کشماره ځانونه خلاص کړۍ ، مثلا که په تلویزیون کې یو ملا وینۍ چې هره ورځ نصیحت کوي او راراز خبری خلکو ته کوي او خلک دیوه سره ورته چپ ناست دي او یو هم دملا سره مخالفت نه ښېې او هر نوع چرندیات چې ملا وایی نو خلک ېې مني مګر دخپل ملا اعمال نه ویني چې ملا په کومو کارو اخته دي ( واعظان که وعظ بر ممبر کنند -- چون که خلوت میسر شد کار دیګر کنند ) ؟؟؟؟

او یا په مکتب کې هلکانو ته وايي چې وګوري دالله پاک عظمت او قدرت ته چې که قران وسوزوی نو هلته د اسم اعظم په نامه سوره ده چې نه سوزول کیژی دغه تبلیغ هره ورځ د دینیات معلم کوي او یوه ورځ یو هلک ځي غوجل ته او هلته قران کریم سوزوي او دقران کریم نه هیڅ شۍ نه پاتې کیژی او دغه هلک بیرته بله ورځ مکتب ته ځې او ملا بیا دغه خبره تکراروی او په هلک بده لګیژي او ملا ته ( معلم ) ته وايي بس دی نور درواغ مه وایه ما قران وسوزولو او هیڅ شۍ ورنه پاتې نه شول ، ملا په ډیر قهر او غصب هلکانو ته وايي ووژنۍ ، سنګسار کړۍ دغو قران سوزولۍ دی ، او هلکان د ملا په خوله کوي او هلک سنګ باران کوي او په دغو وخت کې یو هلک دددغو سنګسار شوې هلک پلار ته خبر ورکوي اوپلار ېې ډیر زر را رسیژي او ویني چې زوی ېې په وینو کې پروت دی نو ملا را نیسي او یو شارژور ورباندې خالی کوي ، اوس تاسي ځوانان ما ته ووایاست چې دغه ۳۲ کاله تاسې ، ستاسې پلارونه او خپلوان چې یو دبل په مقابل کې جنګیژۍ ایا یوه ورځ مو فکر کړۍ چې ولې موږ جنګیژو او د چا له پاره ، څوک مو په جنګ اچوی او څوک وژل کیژيي او ولې او اخر به ځانونه پوهوۍ که نه ؟؟؟ را ویښیژس که نه ؟؟؟


September 2nd, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات